د فرانسې په کالې کمپ کې افغان او افریقايي کډوالو شخړه کړې

Your browser doesn’t support HTML5

فرانسوي چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد په کالي بندر کې چې د غیرې قانوني کډوالو کمپ په کې دی د افغان او افریقايي کډوالو ترمنځ شخړه کې پنځه کډوال په ډزو ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا څلور ایرتیریایان چې عمرونه له د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي روغتیايي وضعیت یې خراب دی.

همدارنګه په ورڅېرمه ښار لیلې کې پنځم سړی هم د سختو ټپونو له کبله روغتون کې دی.

د افغان او افریقايي کډوالو ترمنځ په دې اخ و ډب کې د دوو پولیسو په شمول یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کولمب وايي:

"موږ په تاوتریخوالي کې له داسې زیاتوالي سره مخ یوو چې نور د کلي د اوسیدونکو او کډوالو دواړو لپاره د تحمل وړ نه دی."

نوموړې زیاته کړې، تر دې مخکې له داسې تاوتریخوالي سره نه وو مخ شوي.

راپورونه وايي، شخړه لومړی په هغه کتار کې رامنځ ته شوه چې کډوال په کې د خوړو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ وو.

دلته سره سل ایرتیریا اتباع او ۳۰ تنه افغانان ښکېل شول. د فرانسې خبري اژانس وايي، شخړه هغه مهال پیل شوه چې یو افغان ډزې وکړې.

د فرانسې په کالي کمپ کې یو مهال اته زره کډوال وو چې بریتانیا ته یې د اوښتو هڅه کوله.

که څه هم دا شمېر اوس کم شوی خو لا هم دغلته سلګونه، افغان، عراقي، افریقايي او نور کډوال پراته دي چې بریتانیا ته د اوښتو هڅه کوي.