د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف کشرې لور ویلي چې د یونسکو په سازمان کې د ازبکستان د استازې په توګه دنده پرېږدي.
لاله کریمووا-تیلیایوا پنځه میاشتې مخکې ویلي و چې استعفا کوي، خو نن یې په ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو اکاونټونو لیکلي چې په یونسکو کې یې د کار وروستی ورځ ده.
هغې زیاته کړې چې د کلتور، زده کړو، ساینس او چاپیریال په مسئلو کې به په خپلو پروژو کار ته دوام ورکړي.
کریمووا-تیلیایوا وايي، د معیوبو ماشومانو سره د مرستې په خاطر به بشري چارو ته به هم دوام ورکړي.
د اسلام کریموف بله لور ګلناره کریموا چې یو مهال پاپ سندرغاړې، د فشن ډیزاینره او ډیپلوماټه وه، دا مهال د دولت تر نظر بندۍ لاندې ده.