د ایران پولیسو ۲۹ ښځې د اعتراض په خاطر ونیولې

د ایران پولیسو ۲۹ تنه ښځې د اجباري حجاب په وړاندې د اعتراض په خاطر ونیولې.

تسنیم خبري اژانس پرون وویل، پولیسو ادعا کړې دا ښځې د یوه کمپاین له لارې چې د بهر مېشتو ایرانیانو له خوا په لار اچول شوې، دوکه خوړلې او خپل ټیکری یې له سره لېرې کړی و.

د دغو ښځو د نیولو ځای نه دی په ډاګه شوی.

په ۱۹۷۹ میلادي کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته د ایران خلک په شدت د حکومت له خوا څارل کېږي او حجاب په دغه هېواد کې اجباري دی.

د اجباري حجاب د نه مراعات په خاطر د پنجشنبې په ورځ دا ۲۹ تنه ښځې په داسې حال کې نیول شوي چې په روانه اوونۍ کې لږ تر لږه شپږ نورې ښځې په تهران ښار کې په ورته اعتراض نیول شوي دي.