خبریالان: دایکندي کې پولیسو د یوې خصوصي راډيو خبریالان وهلي

د دایکندي ولایت ځايي خبریالان وايي، په دغه ولایت کې تېره ورځ ناوخته پولیسو د یوې خصوصي راډيو خبریالان وهلي دي.

په دغه ولایت کې د سیمه‌ییزې نسیم راډیو مدیر مسؤل رضا واحدي ازادي راډيو ته وویل تېره ورځ پولیسو د دغه ولایت مرکز نیلي کې له محکمې زندانیان لېږدول چې د تصویر اخېستلو پر مهال یې دی او د راډیو یو خبریال د ټوپک په کنداغونو ووهل او کمره یې ور ماته کړه.

د واحدي په خبره پولیسو ته یې ځان ور پېژندلی هم و، خو بیا هم هغوی ووهل او باید اوس له دوی بخښنه وغواړي.

خو د دایکندي امنیه قوماندان مل پاسوال سیدباقر مرتضوي د خبریالانو وهل او د وسایلو ماتول ردوي او یوازې د پولیسو او دغو خبریالانو د لفظي شخړې تأییدوي.

د رپوټونو پر اساس د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې دولتي مقامات هم لاس لري.