د کابل ولایت د هوايي ډګر د کارکوونکو په ګډون ۱۸ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۷ ورځو کې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې يې ۱۶ کسان له ۱۳۱ کېلو ګرامه هیروئينو، ۸۲۳ کېلو ګرامه تاریاکو، ۳۶۹ کېلو ګرامه چرسو او ۱۲۲ لیټره کېمیاوي موادو سره نیولي دي.
ښاغلي مؤحد زیاته کړه، د دې ۱۸ کسانو څخهیې دوه تنه د حامد کرزي د هوايي ډګر کار کوونکي وو چې غوښتلیې هند ته هیروئين قاچاق کړي.