د کندهار ولایت د معتادینو روغتون ته نږدې ۳۵۶ کېلو ګرامه نشهيي مواد ونیول شول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرحدي ځواکونو د کندهار په سپینبولدک کې د معتادینو روغتون ته نږدې ۳۵۶ کېلو ګرامه تاریاک ونیول.
دی وايي:
"۳۵۶ کېلو ګرامه تاریاک چې د مېوې په کرېټونو او د کشمشو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو او پاکستان ته قاچاق کېدل، د شپې د ګزمې پر مهال د سرحدي پولیسو د کميسارۍ لهخوا نیول شوي دي."
د یادونې وړ ده چې په سپینبولدک ولسوالۍ کې یو بل تن هم د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوی چې ۲۰ ګرامه هیروئین او ۶۰ ګرامه شیشه یا کرسټال ورسره وو.