افغان ځواکونو په فراه ولایت کې یو ایرانی وګړی د نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیو.
د فراه ولایت مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، یو ایرانی وګړی چې ۶۷ کېلو ګرامه کرسټال یا شیشه یې په یو موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتلیې ایران تهیې قاچاق کړي، د افغانستان سرحدي ځواکونو د ابو نصر فراهي په پوسته کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې ایرانيان له فراه څخه ایران ته د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول کېږي.