د کیوبا د پخواني رهبر فیډل کاسټر مشر زوی ځان وژنه کړې

د کیوبا د پخواني رهبر فیډل کاسټر مشر زوی فیډل کاسټرو دیاز بالارټ ځان وژنه کړې ده.

د کیوبا دولتي ورځپاڼې ګرنما پرون خبر ورکړی د کاسټر مشر زوی چې د یو ډله ډاکټرانو له خوا له څو میاشتو راهیسې د ژور خپګان په خاطر تر درملنې لاندې و د پنجشنبې په سهار ځان وژنه کړې ده.

کاسټرو دیاز بالارټ چې ۶۸ کاله یې عمر وکړ پلار ته د ډېر ورته والي په خاطر په فیدیلتو مشهور و. هغه د کاسټرو د ۱۱ اولادونو مشر یو و چې د کاسټرو له لومړۍ مېرمن مېرتا دیاز بالارټ زیږیدلی و.

د کاسټرو مشر زوی د دولتي شورا ساینسي سلاکار او د کیوبا د ساینس اکاډمۍ مرستیال و.

د کیوبا انقلابي رهبر فیډل کاسټرو چې کلونه یې دا هېواد رهبري کړ د ۲۰۱۶ کال د نوومبر په ۲۵ ومړ.