د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په سیاسي چارو کې د دې وزارت مرستیال توماس شانون Tom Shannonخپله دنده پرېږدي.
شانون د بهرنیو چارو د وزارت درېیم چارواکی دی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کار له پیل وروسته له خپلې دندې لاس اخلي، خو نوموړي خپلو همکارانو ته په یو پیغام کې ویلي دي چې د شخصي دلایلو له کبله دنده پرېږدي.
۶۰ کلن شانن ویلي چې پریکړه یې شخصي ده او علت یې د ده دا هیله ده چې غواړي له خپلې کورنۍ سره واوسي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هډر ناوئرټ وویل، شانون د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټیلرسن سره منلې ده چې د دې مقام لپاره د بل کس تر ټاکلو پورې به کار ته دوام ورکړي.