د هېواد په شمال کې د ملي اردو سیمهییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۳۰ وسلهوال طالبان مړه او ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال ویاند نصرت الله جمشیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د مړو او ټپیانو شمېره ونهښوده خو ویې ویل چې په وژل شویو کې د مولوي عبدالغیاث په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان شامل دی.
جمشیدي وویل چې افغان ځواکونه په سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي:
"د عملیاتو دوهم پړاو مو پیل کړی. زموږ پرسونل د قریه شیخي سیمه پوره تصفیه کړې ده او د خواجه سبزپوش د نورو سیمو د تلاشۍ او تصفیې عملیات روان دي او پرمختګ هم شوی."
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، د نويد اته په نوم د پوځي عملیاتو دوهم پړاو د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش، دولتاباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې پیل شوي او اساسي هدف یې د جوزجان- فاریاب په لویه لاره کې د امنیت ټینګول دي.