افغان حکومت وايي، لا هم هیله لري چې اسلاماباد به د افغان چارواکو لهخوا د ورکړل شویو شواهدو په رڼا کې په پاکستان کې د دېره وسلهوالو په وړاندې اقدام وکړي.
د پاکستان سفارت پرون په یوه بیان کې وویل چې اسلاماباد د افغان چارواکو له ورکړل شویو معلوماتو وروسته هېڅ راز ژمنه نهده کړې.
خو د افغانستان د کورنیو چاروو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
"د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس په هېواد کې د وروستیو حملو په اړه اسناد له پاکستاني چارواکو سره شریک کړل او هغو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ چې دا مسئله به څېړي، نو دا په خپله په دې مسئله کې د دوی ژمنه ښيي."
د کورنیو چارو وزیر ویس احمدبرمک او د ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزي د چهارشنبې په ورځ اسلاماباد ته له سفر وروسته پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، پاکستاني چارواکو ته یې په کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو په اړه مؤثق اسناد او شواهد سپارلي او زیاته یې کړه چې دا هېواد باید د ترورېستانو او افراطي وسلهوالو پرضد اقدام وکړي.