د پاکستان محکمې نهال هاشمي د پارلمان له غړیتوبه محروم کړ

د پاکستان سترې محکمې نهال هاشمي د ۵ کلونو لپاره د پارلمان له غړیتوبه هم محروم کړ.

محکمې نن پنجشنبه هاشمي په دې خاطر چې تېر کال‌یې په وینا کې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د تورونو څېړونکي ګواښلي و، په ۵۰ زره پاکستانۍ روپیو جریمه هم کړ.

د پاکستان سترې محکمې دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې هاشمي د خپلې هغې وینا په خاطر بخښنه وغوښته چې د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې یې کړې وه.

هاشمي د واکمن مسلم لیګ ګوند غړی دی.