مطفي: د فبرورۍ په پای کې به د ټاپي نل‌لیکه افغانستان ته ورسېږي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلین وایي چې د روان کال د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې به د ټاپي پروژې نل‌لیکه افغانستان ته راورسېږي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام د پرانیستلو او نورو پرمختګونو لپاره چمتووالی روان دی.

دی وايي، په دې برخه کې پر اوو هوکړه‌لیکونو چې د اجرا وړ دي هم توافق شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان ته د ټاپي د نل‌لیکې په رارسېدو سره به هغه نقشه چې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره پلان شوې او د ماینونو د سیمو پاکول، د ځمکو استملاک او تخنیکي مسایل په‌کې شامل دي، هم عملي شي.