د کرنې وزارت وايي راتلونکی کال زرګونه مېوه لرونکي باغونه جوړوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وایي، په ۱۳۹۷ مالي کال کې به تر پنځو زرو ډېر مېوه لرونکي باغونه جوړ کړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رسمتي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغونه به د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې جوړ شي.

د نوموړي په خبره د باغونو جوړول د نوموړي وزارت د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.