هلمند ولایت کې يوه تن خپله مېرمن او دوه نور کسان وژلي دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدير سمونوال عبدالشکور خان جليلي وويل، تېره ورځ په لښکرګاه ښار «دې يک» سیمه کې د سخيداد په نوم يو تن خپله مېرمن، خسر او د مېرمنې نيکهيې په خپل کور کې وژلي دي.
د ده په وينا سخيداد له خپلې دوهمې مېرمنې سره چې شپږ مياشتې وړاندې يې واده ورسره کړی و، ستونزې لرلې د همدې لپارهيې د مېرمنې پلار او نيکه راغوښتي وو، تر لږ مجلس وروستهيې درېواړه وژلي دي او دی خپله تښتېدلى دی.
پولیس چارواکي وايي، سخيداد خپله پخوانۍ مېرمن او ماشومان په یوه بله خونه کې بندیان کړي وو.
د عاشقالله په نوم د سیمې یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته ویلي، سخيداد پخوا د نشهیي توکو کار او تجارت کاوه او اوس خپله په نشهيي توکو روږدی و.