د فوټبال سیالیو پر مهال د ملخانو د یرغل په اړه د روسیې خبرداری

د روسیې د کرنې وزارت خبرداری ورکړی دی چې په دې هېواد کې سږ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو پر مهال د ملخانو یرغل ښايي ستونزې رامنځته کړي.

د روسیې د کرنې وزارت یو چارواکي پیوتر چیک ماریوف د دې هېواد رسنیو ته ویلي، د روسیې په جنوب کې تر یو میلیون هکټاره زیاته ځمکه په ملخانو ککړه شوې او د ولګا ګراد ښار هم چې د فوټبال د نړیوال جام له کوربنو ښارونو څخه دی په همدې سیمه کې موقعیت لري.

خو دې روسي چارواکي ویلي، نهايي هڅه کوي چې د ملخانو له کبله ځورونکی وضعیت رامنځته نه‎شي.

ټاکل شوې ده چې د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ سیالۍ د جون په ۱۴مه نېټه پیل شي او د جولای تر ۱۵مې نېټې دوام وکړي.

د روسیې ۱۱ ښارونه د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ د دې سیالیو کوربه‎توب کوي.

د فوټبال د دې لوبو عمومي لګښت ۱۱ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.