فرانسه کې ملا طارق رمضان د جنسي تېري په تور نیول شوی

په فرانسه کې یو پېژندل شوی ملا طارق رمضان د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

د فرانسې چارواکو پرون وویل، له ۵۵ کلن رمضان څخه د ابتدايي څېړنو په خاطر پوښتنې ګروېږنې شوې دي.

په فرانسه کې د مسلمانو ښځو د حقونو یوې فعالې هینده عیاري ادعا کړې چې طارق رمضان پرې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په پاریس کې د دې د هوټل په خونه کې جنسي تېری کړی دی.

یوې بلې ښځې چې غواړي نوم‌یې یاد نه‎شي ویلي، طارق رمضان پرې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د فرانسې په لیون ښار کې په یو هوټل کې د پاتې کېدو پر مهال جنسي تېری کړی دی.

طارق رمضان چې په مصر کې د اخوان‌المسلمین د ډلې د یو مهم بنسټ‎ګر لمسی دی، پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د نوموړي مدافع وکیل وايي، هغه ښځې چې د جنسي تېري دعوه کوي، د طارق رمضان د بې‌ابرو کولو توطئه‌یې جوړه کړې.