د پاکستان او روسیې لوړپوړو ډیپلوماتانو په مسکو کې د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تسنیم اسلم په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ایګور مورګولوف سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
ویل کېږي چې دواړه لوري د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې او د روسیې او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو هم غږېدلي دي.
له بلېخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې هر ډول همکاري وکړي.
نوموړې زیاته کړې چې د اړتیا په صورت کې روسیه چمتو ده چې د سولې د خبرو کوربهتوب وکړي.
د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په اړه چې وايي، هېواد بهیې له طالبانو سره خبرې ونهکړي ویلي، پوځي انتخاب د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره مناسب نهدی.