بدخشان: جرم ولسوالۍ ته چې د زلزلې مرکز و اړین توکي وراستول شوي

د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د جرم ولسوالۍ ته چې د پرونۍ زلزلې مرکز و، ضروري مرستې استول شوې دي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار پرون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د زلزلې له کبله دغلته درې تنه برسېرن ټپیان شوي دي.

ښاغلی بیدار زیاتوي:

"تر اوسه د هغې زلزلې له کبله چې د چهارشنبې د ورځې په ۱۱ نیمو بجو وشوه، بله هېڅ سیمه کې د تلفاتو او زیانونو راپور نه‎دی ورکړل شوی. که په بدخشان کې د زلزلې له کبله د کوم زیان راپور راشي، موږ د ولسوالیو په سطحه د مرستې رسولو ټیمونه لرو."

د بدخشان جرم ولسوالۍ په دې سیمه کې د حکومت د مخالفو وسله‎والو له مرکزونو ګڼل کېږي.

خو د بدخشان د والي مرستیال دا رد کړه چې مخالف وسله‎وال دې په جرم کې د ولسوالۍ په سطحه فعال حضور ولري.

پرون د ریښتر په کچه ۶،۱ زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځینې برخې لړزولې دي.