مودي: د افغانستان او هند په ګاونډ کې د ترورېستانو پټن‌ځایونه شته

د هند صدراعظم د افغانستان او هند په ګاونډ کې د ترورېستانو د پټنځایونو د له‌منځه تلو پر اړتیا ټینګار کړی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې نرېندرا مودي نن له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، د افغانستان او هند په چم ګاونډ کې د ترورېستي ډلو پټنځایونه شته.

د ښاغلي مودي اشاره ظاهراً پاکستان ته ده، ځکه کابل او نوې ډېلي تل دا تور لګولی چې ترورېستان په پاکستان کې پټنځایونه لري، خو پاکستان دا تورونه ردوي او وایي چې د ترورېزم پر ضد جدي مبارزه کوي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي مودي په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې وروستۍ ترورېستي حملې په کلکه وغندلې.

د هند صدراعظم ویلي چې هېواد یې د دې حملو د ټپیانو د علاج په برخه کې مرستې ته چمتو دی.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ویلي، هغه وخت رارسېدلی دی چې د ترورېستانو د ملاتړ کوونکو هېوادونو د منزوي کولو لپاره هڅې باید چټکې شي.

له دې مخکې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم له خپل امریکايي سیال مک‌مسټر سره په ټیلیفوني خبرو کې په بهر کې د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو د پټنځایونو د له‌منځه وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.