په افغانستان کې نن یوه زلزله وشوه چې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ اټکل شوې.
د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې و او ټکانونهیې په کابل او د پاکستان، هند او تاجکستان په پلازمېنو اسلامآباد، دوشنبې او نوې ډېلي کې احساس شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د زلزلې مرکز د جرم ولسوالۍ په ۳۵ کېلو مترۍ واټن کې او د ځمکې په ۱۹۱ کېلو متره ژور تل کې و.
د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار ازادۍ راډیو ته وویل، په زلزله کې درې کسان ټپیان شوي، خو ښاغلي بیدار زیاته کړه چې ښايي د ټپيانو شمېر تر دې زیات وي ځکه دا سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د زلزلې له کبله په دې هېواد کې یوه ماشومه نجلې مړه شوې او ۱۵ نور ټپیان دي.