سروې: په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې ۹۰۰۰ ټنه مخدره مواد تولید شوي

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید اندازه د تېرو کلونو په نسبت دوه برابره زیاته شوې ده.

د دغه وزارت چارواکو دا خبره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۱» د کابل ښار او ۱۴ ولسوالیو د دیني عالمانو په یوې ناسته کې وکړه.

له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال جاوید احمد قایم وویل، هڅه کوي چې د حکومت د اړوندو ارګانونو، خلکو او په تېره د دیني عالمانو په مرسته، د مخدره موادو د کښت، تولید، کارولو او قاچاق مخه ونیسي.

له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال جاوید احمد قایم

​دی وايي:

"په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې پر ۳۲۴۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. اکثره کرکېله په جنوب او جنوب لوېدیځ حوزه کې وه، د تولید اندازه‌یې ۹۰۰۰ ټنه وه، دا اندازه په ۲۰۱۶ میلادی کال کې ۴۴۰۰ ټنه او له هغې نه یو کال مخکې ۳۳۰۰ ټنه وو."

ښاغلي قایم وویل، د کوکنارو د کښت، د مخدره موادو د تولید او قاچاق مسئله اوس‎مهال په یوې نړیوالې ستونزې اوښتې او ډېره ګټه ترې وسله‎وال مخالفین او د سیمې او نړۍ قاچاق کوونکي ترلاسه کوي.

له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت او د کابل ښار او ولسوالیو د دیني عالمانو په دغه ګډه ناسته کې له دیني عالمانو هیله وشوه چې د دغو موادو د تولید، کارولو او قاچاق زیانونه د اسلام له نظره خلکو ته بیان کړي.

دیني عالمانو، د کوکنارو کښت، د نشه‎يي توکو تولید، قاچاق او کارول حرام وبلل او ویې‌ویل، دا د دوی اسلامي او انساني دنده ده چې خلک د یادو موادو د تولید، قاچاق او کارولو څخه لاس په سر کړي.

د کابل د ولایتي شورا غړی مولوي عطاالله فیضاني

دیني عالم او د کابل د ولایتي شورا غړي مولوي عطاالله فیضاني وویل:

"له علماوو سره دغه مجلس ګټور او اغېزناک مجلس دی، علماوو تل په جوماتونو او محفلونو کې خپل رسالت ادا کړی او هغه څه چې خدای او رسول ویلي، دوی خلکو ته رسولي دي. کوکنار، چرس او شراب حرام دي. راځئ هر هغه څه چې عقل خرابوي، په مقابل کې یې عملي اقدام وکړو."

په دغې ناسته کې د کابل والي احمد یعقوب حیدري اندېښنه وښوده چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د کابل ولایت د ځینو ولسوالیو په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

ده ټینګار وکړ چې د حکومت اړوند ارګانونه باید په ګډه، د کوکنارو د کروندو په له‎منځه وړلو کې عملي اقدامات وکړي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د وزارت مرستیال وویل، د راتلونکي کال لپاره پلان لري چې د دولت د اړوندو ارګانونو په مرسته، د کوکنارو د کښت، د مخدره موادو د تولید، کارولو او قاچاق د مخنیوي لپاره، د تېرو کلونو په پرتله جدي اقدامات وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور له مخې افغانستان اوس هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې مخدره مواد په‌کې ډېر تولیدېږي.

راپور: خان محمد سیند