د افغانستان د کرنې، او مالدراۍ وزارت په ننګرهار کې د بېلابېلو مېوو یو څېړنیز فارم جوړوي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه نوی جوړېدونکی څېړنیز فارم په ټول هېواد کې پر بېلابېلو مېوو څېړنې کوي ترڅو افتونه، ناروغۍ، اغېزمنتوب، د حاصلاتو ښه کول او د مېوو د باغونو د حاصلاتو کیفیت تر څېړنې لاندې ونیسي.
رستمي وايي، د دغه فارم جوړېدل به د کیفیت د ښه کولو، د حاصلاتو د زیاتوالي او په پای کې د مېوو د وارداتو د کچې د ټیټولو او د بڼوالو د عایداتو د زیاتوالي سبب کېږي.
دی وايي، دغه څېړنیز فارم د کرنې وزارت له لوري د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.