د روسیې د بهرنیو استخباراتو رئیس امریکايي چارواکو سره غږېدلی

د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین تېره اوونۍ له واشنګټنه بهر د امریکا له استخباراتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د روېټرز خبري اژانس وايي، له دې لیدنې خبرو دوو سرچینو ورته ویلي چې سرګي ناریشکین د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې له مشر ډن کوټز او د دې ادارې له یو شمېر نورو غړو سره کتلي، خو د خبرو جزئیات‌یې نه‎دي په ډاګه کړي.

د روسیې خبري اژانس تاس په واشنګټن کې د روسیې د سفیر اناتولي انتونوف د یوې مرکې په استناد دا لیدنه تأیید کړې او ویلي یې دي چې دې روسي او امریکايي استخباراتي چارواکو د ترهګرۍ د مشترکې ستونزې په اړه خبرې کړې دي.

د چارواکو په وینا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې له‎خوا د اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې د لاندې کولو له کبله د امریکا او روسیې په اړیکو کې د ترینګلتیا سربېره دا دواړه هېوادونه د سخت دریځو وسله‎والو پر ضد د مبارزې په شمول په ځینو برخو کې همکاریو او د معلوماتو شریکولو ته دوام ورکوي.