اشرف غني وايي په ټول توان به د افغانانو د تویو شویو وینو غچ واخلي

ولسمشر اشرف غني وايي، په ټول توان به د افغانانو د تویو شویو وینو غچ واخلي.

نوموړي د سې شنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» په ماښام په وزیر اکبرخان جومات کې تر لمانځه وروسته دغلته راټولو شویو خلکو ته خبرو کې وویل:

"د افغانانو روانه وژنه د ټولو اسلامي، انساني او افغاني ارزښتونو خلاف ده او په ټول توان د خپلو هېوادوالو د وینې غچ اخلو."

ولسمشر اشرف غني همدارنګه په امنیتي ځواکونو کې پر اصلاحاتو او په‌کې د مکافاتو او مجازاتو په عملي کولو ټینګار وکړ او زیاته‌یې کړه:

"واړه سیاستونه باید زموږ په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ځای ونه‎لري. نن د دې هېواد ريښتیني بچیان قرباني ورکوي. دوی باید بشپړ ملاتړ ولري. دلته زما تاسو سره واضح ژمنه ده چې هم د کابل او هم د ټول افغانستان د خلکو د امنیت لپاره لازم اقدامات کوو."

ولسمشر غني په دې اړه څرنګه چې تمه‌یې کېده مشخص اقدامات یاد نه‎کړل، خو تر دې مخکې یې ویاند شاه‌حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» ازادي راډیو ته ویلي و طالبانو د سولې د خبرو فرصت له لاسه ورکړی او تر دې وروسته به دوی سوله د جګړې له ډګره ترلاسه کوي.