د افغانستان د موسیقۍ دوه مشهور هنرمندان وفات شول

د افغانستان د موسیقۍ دوه مشهور هنرمندان وفات شول.

یو یې مشهور سرنده غږونکی عبدالرشید چې په ماشیني مشهور و او بل محلي سندرغاړی ملا تاج محمد سرپلي چې دواړو د افغانستان د اصیلې موسیقۍ لپاره د خپل ژوند ډېره برخه وقف کړې وه.

مشهور سرنده غږونکي عبدالرشید چې په ماشیني مشهور و د اوږدې مودې ناروغۍ له امله د څه باندې ۸۰ کلنۍ په عمر ساه ورکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مهمند نن سې شنبه ازادي راډیو ته د ماشیني د مړینې د خبر په تأیید سره وویل چې هغه د هېواد یو تکړه سرنده غږونکی و چې خپل ټول عمر يې د هېواد د اصیلې موسیقۍ ودې ته وقف کړی او په هېواد کې دننه او بهر د موسیقي په مختلفو کنسرتونو او محفلونو کې یې سرنده غږولې ده.

ماشیني، د لوګر ولایت د مشهورو سندرغاړو استاد دري لوګري زوی او د سلام لوګري ورور و.

د افغانستان یو بل محلي مشهور سندرغاړی ملا تاج محمد سرپلي هم نن وفات شو.

سرپلي چې له ۵۰ کلونو راهیسې یې خلکو ته په دري، ازبکي، ترکمني او پښتو ژبو نعتونه، رزمي، حماسي او ښکلې سندرې ویلې د ۷۲ کلونو په عمر وفات شو.

چارواکو د دواړو هنرمندانو مړینه د افغانستان د موسیقۍ د هنر لپاره لویه ضایعه بللې ده.

په دې اړه نور تفصیل د نوریاس نوري په راپور کې واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د نوریاس نوري راپور