د ناټو سرمنشي وایي، ناټو په کلکه د افغان ځواکونو چې ورځ تر بلې خپلې وړتیاوې زیاتوي، ملاتړ ته ژمنه ده او په دې هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې به د دغو ځواکونو د روزنې پروګرام پراخ کړي.
ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو په اړه په یوه خپاره کړي بیان کې کړي.
سټولټنبرګ د دغو مرګونو حملو له امله له افغانستان او د دغو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي او یووالي څرګندولو تر څنګ ويلي چې ناټو به د ترورېزم په وړاندې جګړه کې د افغانانو ملاتړ او سولې او پخلاینې ته د رسېدو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.
د ناټو سرمنشي د وسلهوالو مخالفینو په وړاندې د افغان ځواکونو هڅې او مېړانې ستایلي، خو په دې یې هم ټینګار کړی چې دا مهمه ده چې د پوځي هڅو د زیاتوالي تر څنګ سولې او روغې جوړې ته د رسېدو لپاره د افغانانو په مشرۍ هڅې دوه چنده شي.