د روسیې ولسمشر او د اسرائیل صدراعظم د دوشنبې په ماښام په مسکو کې د سوریې د بحران او په منځني ختیځ کې د ایران د رول په اړه خبرې وکړې.
کرملېن وایي، ولادیمیر پوتین او بنیامین نتانیاهو دغهراز د سوداګرۍ په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو، کلتوري او بشري اړخونو او هم پر یو شمېر نورو نړیوالو اوسیمهییزو موضوعاتو لکه د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې پروسه او د سوریې پر وضعیت بحث وکړ.
دواړو مشرانو په مسکو کې د یوه نندارتون په پرانیستلو کې ګډون وکړ چې په ترڅ کې یې نتانیاهو د خبرو پر مهال وویل، اسرائیل به د دغه هېواد د ویجاړۍ په اړه هره هڅه شنډه کړي.
دی وایي:
"موږ لا هم چمتو یوو چې د هرې هغې هڅې او ایډیالوژۍ مخه ونیسو، په لومړي سر کې د ایران په څېر چې ښکاره وایي، دوی زموږ د ویجاړولو لپاره چمتو دي، هېڅڅوک به بریالي نهشي."
مسکو له دواړو لورو هم اسرائیل او هم د هغو د سیمهییزو سیالانو سوریې او ایران سره ښې اړیکې پاللې دي.