د سوریې د جګړې په اړه د روسیې په سوچي کې ځیني پلاوي راټول شوي

د روسیې په جنوبي ښار سوچي کې یو شمېر پلاوي راټول شوي، څو د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د ختمېدو په هدف دوه ورځنۍ غونډه وکړي، خو د سوریې د حکومت عمده مخالفو ډلو دا غونډه تحریم کړې ده.

مسکو چې په نړیواله سطحه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد اصلي متحد دی، د بعث ګوند او د سوریې حکومت ته د نورو نږدې ادارو په ګډون شااوخوا ۱۶۰۰ ډلو ته بلنه ورکړې چې د جنورۍ د ۲۹ او ۳۰ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د دې غونډې اصلي هدف د سوریې لپاره د نوي اساسي قانون د لیکلو لپاره د یوه مېکانیزم جوړول ښودل شوي دي.

د سوریې د مذاکراتو کمېسیون چې عمده مخالفه ډله ده او نورو هغو ډلو چې د سوریې د کرد اقلیت استازیتوب کوي، ویلي چې دوی په دې غونډه کې برخه نه‌اخلي.

د امریکا متحده ایالاتو هم ویلي وو چې دوی پلاوی نه‌وراستوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم د جنورۍ پر ۲۹مه وویل چې د سوچي په غونډه کې ګډون نه‌کوي او زیاتوي چې د سوریې په اړه هر نوښت باید د ملګرو ملتونو د پروسې په چوکاټ کې وي.

په همدې حال کې د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل چې د سوریې د حکومت د عمده مخالفینو له لوري دغه تحریم د غونډې پر پرمختګ اغېز نه‌کوي.

تمه کېږي چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټېفان دي میستورا هم په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

دا کنفرانس د استانې پروسې تر نظر لاندې ترسره کېږي.