د ناروې دفاع وزیر د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او تمویل په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ.
فرانک بک جنسن چې د دوشنبې په ماښامیې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې ولیدل، وویل چې له افغانستان سره به د ناروې مرستې د ناټو د غوڅ ملاتړ د مأموریت په چوکاټ کې دوام ولري.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ترورېزم پر وړاندې پر ګډې مبارزې او نورو سیمهییزو مسایلو خبرې وکړې.
ناروې اوسمهال په افغانستان کې شااوخوا ۵۰ سرتېري لري چې د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر د میاشتې د توافق له مخې به دغه سرتېري د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې پاتې کېږي.