د افغانستان په ځینو سیمو کې د درنو واورو د ورېدو خبرداری

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د درنو واورو د ورېدو خبرداری ورکړی دی.

دې مرکز نن دوشنبه په یوې خپرپاڼه کې ویلي، په فاریاب، سرپل، غور، بامیان، ارزگان، ډایکندی، غزني، پکتیکا، وردګ، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کونړ، نورستان، د بدخشان شمالي برخه او سالنگونو کې د سختو واورو د ورېدو امکان شته.

د هوا پېژندنې د ریاست په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې په ځینو سیمو کې له ۳۰ سانتي مترو هم د ډېرو واورو د ورېدو اټکل کېږي.

په خبرپاڼه کې پر یادو ولایتونو سربېره په هرات، بادغیس، زابل، د کندهار شمال شرقي برخه، خوست، پکتیا، لوگر، کابل، ننگرهار، لغمان، بغلان، سمنگان، جوزجان، بلخ، کندز، تخار او بدخشان کې هم د نسبتاً شدیدو واورو د ورېدو اټکل کړی دی.

په عین حال کې راپورونه وايي، د سختو واورو له کبله د سالنګ لويه لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر جنرال رجب نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لویه لار د سختو واورو د ورېدو او توپانونو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې د سالنګ د لارې د بېرته خلاصېدو لپاره د دوی هڅې روانې دي.