د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن دوشنبه په مسکو کې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وګوري.
د سوریې کړکېچ او په دې هېواد کې د ایران حضور به د دواړو مشرانو په خبرو کې له شاملو موضوعاتو څخه وي.
پر دې سربېره تمه کېږي چې پوتین او نتانیاهو به د روسیې او اسرائیلو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشري چارو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړي.
کرملېن وايي، دواړه لوري به د فلسطینیانو او اسرائیلو د سولې په بهیر او په سوریه کې د وضعيت په شمول پر سیمهییزو او نړیوالو تودو مسئلو هم وغږېږي.
د اسرائیلو صدراعظم د یکشنبې په ورځ وویل، پلان لري چې په بېلابېلو سیمهییزو پرمختګونو او د اسرائیلو او روسیې د پوځي ځواکونو ترمنځ په امنیتي همکارۍ او یو لړ نورو مسئلو به چې د نتانیاهو په وینا، د اسرائیلو د امنیت لپاره ډېرې مهمې دي، له روسي مشرتابه سره خبرې وکړي.
مسکو له دواړو، اسرائیلو او د اسرئیلو له سیمهییزو رقیبانو سوریې او ایران سره ښې اړیکې ساتلې دي.