په روسیه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د تحریم په پلوۍ د لاریونونو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ د اپوزېسيون د مشر الکسي ناوالني په شمول لږ تر لږه 350 کسان نیول شوي دي.
په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې دا فعال تر هغې لږ وروسته چې د مسکو په تویرسکایا کوڅه کې له زرو زیاتو اعتراض کوونکو سره یوځای شو، د پولیسو لهخوا ونیول شو.
ناوالني چې د نیول کېدو وېډیوګانې یې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، د پولیسو له موټره پر خپل ټویټر لیکلي:
"زه ونیول شوم، کومه خبره نهده، تاسو د تویرسکایا واټ ته راشئ، تاسو زما لپاره نهراوځئ، بلکې د خپل ځان او خپل راتلونکي لپاره راټولېږئ."
څو ساعته وروسته ناوالني پر خپل ټویټر ولیکل چې د پولیسو لهخوا خوشې شوی او له خپلو ټولو ملاتړو یې مننه کړې.
په زرګونه هغه روسان چې د شپږو نورو کلونو لپاره د ولادیمیر پوتین د ولسمشر کېدو په احتمال خفه دي، د روسیې په لسګونه ښارونو کې د مارچ د ۱۸مې د انتخاباتو د تحریم لپاره د اپوزېسيون د فعال ناوالني د غوښتنې په ملاتړ لارو کوڅو ته راوتلي.
ډېر باور دی چې ولادیمیر پوتین به د دې انتخاباتو کټونکی وي.