د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو کابل ته راورسېد

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو په يوه رسمي سفر نن دوشنبه کابل ته راورسېد.

ټاکل شوې چې ښاغلي وېدودو له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

ولسمشر وېدودو د اندونیزیا لومړی ولسمشر دی چې د کابو ۵۸ کلونو په موده کې افغانستان ته سفر کوي.

له دې وړاندې او د وروستي ځل لپاره د اندونیزیا ولسمشر د ۱۹۶۱ میلادي کال کې افغانستان ته سفر کړی و.

نوموړي له دې وړاندې پاکستان ته سفر کړی و او له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره د کتنې پر مهال‌یې د افغانستان، اندونيزيا او پاکستان د ديني عالمانو د يوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړى دى.