د هلمند په نادعلي کې یو ځانمرګی هدف ته تر رسېدو دمخه وژل شوی

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې یو ځانمرګی هدف ته تر رسېدو دمخه له‌منځه وړل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، بریدګر هدف ته تر رسېدلو وړاندې پېژندل شوی دی چې د سرحدي پولیسو له‌خوا له‌منځه وړل شوی دی.

ځواک وایي، پېښه د نادعلي ولسوالۍ اړوند په تریخ ناور سیمه کې شوې چې تلفات نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې د نادعلي په اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو له‌خوا عملیات روان دي.

د دغه پېښې په اړه تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې څه نه‌دي ویلي.