په جوزجان ولایت کې د اوبو پنځه کانالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس رحمان ارغندیوال نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه کانالونه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوزجان په حسن تابین، ایلمریغ، مرغاب او چهل جوی په سیمو کې جوړ شوي دي.
ښاغلی ارغندیوال زیاتوي چې پخوا د اوبو د کمښت له امله د بزګرانو د حاصلاتو کچه تيټه وه، خو د دغو کانالونو په فعالېدو سره به د دوی د کرنيزو توکو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.