د کندهار د اقتصاد ریاست وايي، دغه ولایت د بودجې لګولو په برخه کې سږ کال د افغانستان په کچه درېیم مقام خپل کړی دی.
د دغه ولایت د اقتصاد رئیس محمد رحیم رحیمي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په ۱۳۹۶ مالي کال کې کندهار ته ۷۶ میلیونه ډالره بودجه ځانګړې شوې وه چې ۹۰ سلنهیې مصرف شوې، خو ۱۰ سلنه نورهیې د ناوخته رسېدو له امله نهده لګول شوې.
ښاغلی رحیمي وايي، تر دې دمه په کندهار کې ۸۲ پروژې تکمیل شوي او په ۶۰ نورو پروژو کار دوام لري.
نوموړی زیاتوي چې دغه بودجه تر ډېره د ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو، حرفوي زدهکړو، خوراکي توکو، کرنې او مالدارۍ، بازار موندنې او د ښځو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې لګول شوې ده.
د کندهار د اقتصاد ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په ټولهییز ډول په دغه ولایت کې اقتصادي وضعیت ښه و.