۲ امریکايي سناتوران: ټرمپ دې د مولر په اړه له څرګندونو ډډه وکړي

د امریکا دوو بانفوذه جمهوري غوښتونکو سناتورانو د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه وغوښتل چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ځانګړي سلاکار د څېړنې په اړه په ښکاره له څرګندونو ډډه وکړي.

سناتورانو لېنډسي ګراهام او سوزان کولینز د یکشنبې په ورځ په جلا ټلوېزیوني بیانونو کې له ټرمپه دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کوي چې د رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ هڅه کړې وه چې په تېر جون میاشت کې ځانګړی قضایي سلاکار رابرټ مولر چې پر څېړنو یې په غوصه شوی و، له دندې لیرې کړي.

ټرمپ چې تل د ټویټر له لارې پیغامونه خپروي، د امریکایي رسنیو دغه راپورونه هم غلط بللي دي.

سناتور ګراهام او کولینز دواړو ویلي چې کانګرس باید پر داسې قانون غور وکړي چې مولر د ولسمشر له لوري د هر ډول غیر عادلانه ګوښه کېدو په وړاندې خوندي کړي.