د باقر نمازي په نوم ایرانيالاصله امریکایي چې په ایران کې زنداني و، د خرابې روغتیا له امله د ضمانت په وړاندې کولو سره په مؤقت ډول له زندانه خوشې شوی دی.
دا خبره د هغه مدافع وکیل د یکشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.
جرید جینسر ویلي چې مؤکل بهیې د تهران له ایوین زندانه د څلورو ورځو په مخه د باندې وي.
نمازي چې د جراحي عملیاتیې د زندان پر مهال ترسره شوي د هغه مدافع وکیلیې د خرابې روغتیا له امله له زندانه د دایمي خوشې کېدو غوښتنه کوي.
د ایران دولتي رسنیو له زندانه د هغه د خوشې کېدو په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرټ له زندانه د باقر نمازي د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو له زندانه د نمازي او د هغه د زوی سیامک په ګډونیې د هغه د ټولې کورنۍ او د نورو امریکایانو چې په غیر عادلانه توګه د ایران په زندانونو کې ساتل کېږي، د سمدستي او دایمي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
باقر نمازي او د هغه زوی سیامک د هغو څو دوو تابعیت لرونکو له ډلې څخه دي چې د تړلو دروازو تر شا په محاکمو کې د جاسوسۍ په تور په لس-لس کاله بند محکوم شوي دي.