د ترکيې ولسمشر: له سوريې سره به خپل ټول سرحد تصفيه کړو

د ترکيې ولسمشر ژمنه وکړه چې له سوريې سره به خپل ټول سرحد له هغو کسانو چې ده "ترورېستان" وبلل تصفيه کړي.

رجب طيب اردوغان دا خبره پرون په داسې حال کې وکړه چې د سوريې د شمال په عفرين سيمه کې د ترکيې پوځي عمليات دوهمې اوونۍ ته ورسېدل.

په شمالي ولايت اماسيه کې د خپل واکمن عدالت او ترقي ګوند کنګرې ته په وينا کې ښاغلي اردوغان وويل چې له دې سره به خپل هېواد ته د سوريې د کډوالو د ستنېدو زمينه برابره شي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه:

"ګام پر ګام به موږ د سوريې ټول سرحد له ترورېستانو تصفيه کړو دا به يقيني کړو زموږ وروڼه چې له کلونو راهيسې زموږ په هېواد کې ژوند کوي وکړاى شي خپل هېواد ته ستانه شي."

د ترکيې ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په راپورونو کې ويل شوي، د ترکيې پوځيانو او د هغوى متحدو سوريايي جنګياليو يوه ستراتېژيکه غونډۍ نيولې ده.