د پروان د عامه نظم ځواکونو د کابل د حملې ټپیانو ته وینه ډالۍ کړه

د پروان د عامه نظم ځواکونو د کابل د حملې ټپیانو ته څه باندې ۳۰ زره سي سي وینه ډالۍ کړه.

په غوربند دره کې مېشت د دغو ځواکونو د کنډک قوماندان محمد هارون مبارز ازادي راډیو ته وویل چې له دغه کار یې هدف د کابل د حملې له قربانیانو سره د خواخوږي څرګندول وو.

ښاغلي مبارز وویل، دغه وینه د ده په ګډون د دې کنډک له ۱۰۰ زیاتو افسرانو او سرتېرو ورکړې او هغه‌یې د سیاګرد ولسوالۍ دولتي روغتون ته سپارلې ده.

د راپورونو له مخې د کابل یو شمېر اوسېدونکو هم پرون د دې ښار روغتونونو ته وینې ورکړې.

د کابل د شنبې د ورځې په برید کې د وژل شویو ۱۰۳ تنو تر څنګ ۲۳۵ تنه ژوبل شوي چې اکثره‌یې تر اوسه په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.