په کابل کې نن دوشنبه عمومي رخصتي ده.
د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو حملو په اړه له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د کابل د حملې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د رسیدګي لپاره به نن په کابل کې عمومي رخصتي وي او بل سبا یعنې د سې شنبې په ورځ به هم په ټول هېواد کې د وروستیو ترورېستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر په جوماتونو کې ختمونه کېږي.
پرون د دغو حملو له ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او هغوی ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی و.
د کابل په صدارت څلورلاري کې د شنبې د ورځې په ځانوژونکي برید کې چې د یوه امبولانس په واسطه وشو او مسؤلیتیې وسلهوالو طالبانو په غاړه اخیستی، د افغان چارواکو په وینا ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي دي.