روسي پولیسو د ناوالني په ګډون د ده ځيني پلویان نیولي

د اپوزسیون د مشر الکسي ناوالني په ګډون لسګونه فعالان چې د روسیې د راروانو انتخاباتو د تحریم په پلوۍ یې اعتراضونه کول، نن یکشنبه په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له خوا ونیول شول.

ناوالني چې په روسیه کې یې د فساد پرضد مبارزه پیل کړې، پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، پولیسو وروسته له هغه ونیو چې ده د مسکو په مرکز کې د شااوخوا زرو کسانو په ګډون په یوه اعتراضیه غونډه کې ګډون وکړ.

هغه له توقیف مخکې په مسکو کې له خپل اپارتمان څخه د مظاهرو د مستقیم نشر پرمهال پر خپله ویبپاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل:

"زما کور له ټولو خواوو کلابند شوی، پولیس زما انګړ او ګاراژ ته ننوتي دي او د اپارتمان پر شااوخوا راټول شوي. په هرځای کې پولیس، پولیس، پولیس."

په خپرو شویو ویډیويي تصاویرو کې ناوالني په داسې حال کې چې پولیس یې بس ته خېژوي، لیدل کېږي. هغه د ټوېټر په پیغام کې له خلکو غوښتي دي چې د اعتراض لپاره واټونو ته را ووځي.

د ناتأیید شویو راپورونو له مخې، د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې د ولسمشر ولادیمپر پوتین پرضد د اعتراضونو په ترڅ کې له یوسل ۸۰ زیات کسان نیول شوي دي.