د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د اباسین ځاځي د وژنې په جرم درې تنه اعدام شول او پاتې اوو تنو نورو ته د بند سزا ورکړل شوه.
شااوخوا دوه کاله وړاندې اباسین ځاځی د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د سړي تښتوونکو له لورې وتښتول شو چې بیا یې تر پنځو میاشتو برمته ساتلو وروسته وواژه.
امنيتي ځواکونو هغه مهال د اباسین ځاځي د وژنې په تور لس تنه ونيول.
د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۰۸» ازادي راډیو سره په خبرو کې د اباسین ځاځي وژونکو ته د سزا د عملي کېدو په اړه وویل:
جمشید رسولي
"د دیارلس کلن اختطاف شوي ماشوم د قتل په تور څو کسان نیول شوي وو، د دې قضيې په تړاو د څارنوالۍ لخوا تحقیقات بشپړ شول، دوسیه محکمې ته واستول شوه، کله چې محکمې خپل مراحل بشپړ کړل په دې قضيه کې درې تنه د اعدام په سزا محکوم شول او د ولسمشر د توشیح نه وروسته نن دغه درې کسان اعدام شول."
ښاغلی رسولي وايي، د همدې قضيه په تړاو پنځه تنه نور په شل شل کاله بند او دوه نور په شپږ او درې کاله بند محکوم شول.
په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د سړي تښتونې د پېښو په اړه وخت په وخت راپورونه ورکول شوي او خلکو په ځانګړي ډول هغوی چې د کورنۍ غړي یې تښتول شوي او وژل شوی دي له حکومت نه غوښتي چې یاد کسان باید محاکمه شي.
د وژل شوي ماشوم اباسین ځاځي پلار د ده د زوی د وژنې په تړاو د عدليي او قضايي ادارو له پرېکړې خوښي ښکاره کړه.
حاجي غفور ازادي راډيو ته وويل، د زوی د قاتلينو په اعدام سره اوس دی فکر کوي چې اباسین ژوندی دی.
د اباسین پلار حاجي غفور
نوموړي زیاته کړه:
"موږ ته دومره تسکين وشو لکه چې موږ ته يې چې خپله اباسین بېرته راژوندی کړی وي او کور کې راسره ناست وي، وايي د چا دروازه په سوک مه وهه چې څوک دې دروازه په لغته ونه وهي، دې ظالمانو ته به معلوم شي چې د اولاد مرګ او درد څومره زور لري."
مدني فعالان او د چارو یو شمېر شنوونکي هم د عدلي او قضايي ادارو له دا ډول پرېکړو هرکلی کوي.
د دوی له ډلې عدنان ساحل وايي، د وژونکو او انسان تښتوونکو په اړه دا ډول غوڅې پرېکړې کولی شي چې په هېواد کې د جرمونو ګراف راټيټ کړي.
راپور: شاه محمود شینواری