د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، سږکال د د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د افغانستان په کچه ۱۰،۶ ټنه د زعفرانو حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
ښاغلی رستمي وايي، مخکې تر دې اټکل دا و چې سږ کال د افغانستان په کچه د زعفرانو حاصلات ۸ ټنه وي.
نوموړی زیاتوي چې افغان بزګران به له دې درکه ۱۸ میلیونه ډالر عاید تر لاسه کړی.