د ایران د سپاه پاسداران ځواک وايي چې د دې هېواد په جنوبي ولایت فارس کې په یوه نښته کې د دوی درې سرتېري له داعش ډلې سره په جګړه کې وژل شوي خو وايي چې دې ځواک د داعش ۱۶ غړي نیولي دي.
پاسداران پرون پر خپله ویبپاڼه سپاه نیوز د دې ځواک د ځمکنیو قواوو د قوماندان جنرال محمد پاکپور له قول ویلي چې په دې جګړه کې د داعش یو شمېر غړي هم وژل شوي دي.
ده همدا راز ویلي چې لږ تر لږه دوه تنه سختدریځي تښتېدلي وو، خو وروسته ونیول شول.
سپاه نیوز همدا راز د جنرال پاکپور له قوله زیاتوي چې ترورېستانو غوښتل د ایران پر سرحدي ښارونو او پلازمېنه حملې وکړي.
په ویبپاڼه کې ویل شوي چې د داعش غړي د ایران په لوېدیځ کې د عراق له خاورې ایران ته ننوتي وو.
د ایران پر پارلمان او د ایتالله خمیني پر قبر د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون د ۷ مې نېټې د غبرګو حملو مسؤلیت داعش ډلې ومانه. په دې حمله کې ۱۷ کسان ووژل شول.