ټرمپ او مایک پنس: طالبان به بریالي کېدو ته پرې نه‎ږدو

په کابل کې د پرونۍ حملې په اړه د غبرګونونو په ترڅ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال یې مایک پنس ویلي چې طالبان به بریالي کېدو ته پرې نه‎ږدي.

ښاغلي ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې طالبان بې‎ګناه افغانان او زړور افغان پولیس په نښه کوي، خو ټرمپ په دوام کې لیکي، امریکا به پرې نه‎ږدي چې طالبان بریالي شي.

ښاغلي پنس هم پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې طالبانو په بې‎غیرتۍ سره بې‎ګناه افغانان او زړور افغان پولیس په نښه کړل.

د امریکا ولسمشر په یوه مخکیني بیان کې د نړۍ د ټولو هېوادونو له‎خوا د طالبانو پر ضد د قاطع اقدام غوښتنه کړې وه.

ټرمپ دا حمله غندلې او ویلي یې دي، اوس باید ټول هېوادونه د طالبانو او د هغو د پټن‎ځایونو د ملاتړ پر ضد قاطع اقدام وکړي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د پاکستان په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو دا حمله غندلې ده.