په کابل کې د ۱۴ کلن ماشوم اباسين د تښتونې او وژلو په جرم درې کسان نن سهار په څرخي پله زندان کې اعدام شول.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل:
"د دغې قضیې تحقیقات د څارنوالۍ له لوري بشپړ شوي او دوسیه یې محکمې ته سپارل شوې وه او د شوي پرېکړې له مخې د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري اقدام ترسره شو او درې کسان اعدام شول."
نېږدې دوه کاله وړاندې د کابل د اتمې حوزې په مربوطاتو کې ۱۴ کلن اباسین د انسان تښتونکو له خوا وتښتول شو او وروسته بیا په بې رحمي سره ووژل شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تر دې وړاندې د اباسین کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې په دې پېښه کې به عدالت تأمین کړي.