مجروح: کابل کې برید د "کابل امبولانس" موټر په وسيله نه‌ده شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هغه راپورونه ردوي چې ګنې پرونی برید د "کابل امبولانس" موټر په وسيله ترسره شوی.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح نن په کابل کې خبریالانو ته وویل:

"په دې اړه څېړنې روانې دی، خو زموږ لومړني معلومات ښیې، کوم نقلیه وسایط چې په کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي وو، هغه د «کابل امبولانس» موټر نه دی او روغتیا وزارت پورې اړه نه لري."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي تېره ورځ ویلي چې دغه امبولانس د جمهوریت روغتون له پارکېنګ څخه حرکت کړی و، کله چې د پولیسو له خوا پېژندل شوی، ځانمرګي کس موټر ته چاودنه ورکړې ده.

روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار صدارت څلور لارې په پروني برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۹۱ نور ټپيان دي.