روغتیا وزارت: د کابل برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۹۱ نور ټپيان دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار صدارت څلور لارې په پروني برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۹۱ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دغې پېښې زیاتره قربایان ولسي وګړي دي.

"د کابل ښار د صدارت څلور لارې د تېرې ورځې په زړه بوګنوونکي برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او د ۱۸۲ نارینه او ۹ مېرمنو په ګډون ۱۹۱ نور ټپيان شوي دي."

وسله والو طالبانو د ياد بريد مسؤليت پر غاړه اخيستى دى.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، په کابل کې د امریکا، برېتانیا، جرمني او هند سفارتونو دغه حمله په کلکو ټکو غندلې ده.